مجاهد د پاکستان جګړې پر مهال امریکايي استازو له موږ سره تماس نیولی و

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې له پاکستان سره د جګړې پر مهال ورسره امریکايي استازو اړیکه نیولې وه.
ښاغلي مجاهد دا څرګندونې رسنيو ته په یوه ویډیويي کلیپ کې کړې او ویلي یې دي، چې دغه اړیکې د اوربند او د جګړې د درېدلو په تړاو وې.
مولوي ذبيح‌الله مجاهد زیاته کړې: “د امریکا منځګړیتوب ته اړتیا نه وه، ځکه جګړه اوږده نه شوه او د قطر او یو شمېر نورو هېوادونو رول رامخکې شو، چې له امله یې د لویو هېوادونو د منځګړیتوب اړتیا له منځه ولاړه. ”
دا په داسې مهال ده، چې امریکا له ۲۰۲۱ کال وروسته له افغانستان سره رسمي ډیپلوماټيکې اړيکې نه لري، خو د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د اړیکو د دوام لپاره د قطر له لارې محدود تماسونه وخت‌ناوخت ترسره کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1104s
دکمه بازگشت به بالا