مجاهد روسیې ته د انارو صادرول د هېواد د اقتصاد لپاره لوی پرمختګ دی

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد روسيې ته د انارو د لېږد د پروسې پيل له اقتصادي اړخه يو خورا ازښتمن ګام بللی دی.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې د دې پروسې له پیل سره به د افغانستان انارو لپاره یو نوی ستر بازار رامنځته شي او د هېواد د صادراتو په وده کې به مهم پرمختګ راشي.

د اسلامي امارت وياند ټینګار کړی، چې د مېوو، په ځانګړې توګه د انارو د صادرولو پراختیا به د بزګرانو او تولیدوونکو عواید لوړ کړي او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا سبب به وګرځي.

دا په داسې مهال ده، چې تېره ورځ د يو خصوصي شرکت له لوري له کندهاره په يوه کانټېنر کې روسیې ته په لومړي ځل د انارو صادرات شوي او ټاکل شوې چې سږ کال تر ۲۵۰ ټنه انار ياد هېواد ته ولېږدول شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1254s
دکمه بازگشت به بالا