مجاهد له پاکستان سره د دښمنۍ نهکولو توافق شوی، : د بریدګرو ملاتړ نهکېږي

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد د افغانستان او پاکستان د اوربند په اړه د خپلې وروستۍ اعلامیې وضاحت خپور کړی او لیکلي یې دي چې د نوموړي په څرګندونو کې دا جمله «او نه به د هغو ګروپونو د بریدونو ملاتړ کیږي چې د پاکستاني حکومت خلاف دي» د اسلامي امارت همیشنی دریځ دی چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد په وړاندې د کارولو اجازه نه ورکوي.
ښاغلي مجاهد لیکلي: “اصلاً د دواړو لورو ترمنځ د یو بل پر خلاف د عداوت د هېڅ حرکت د نه ترسره کولو توافق شوی چې مهم ټکی دی.”
لینک کوتاه
https://sarie.news/a1007s

