محمد صادق‌خان د پاکستان د سوداګرۍ لارو تړل خلکو او اقتصاد ته زیان رسوي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګــ‌راتګ او سوداګرۍ د مهمو لارو تر تړل کېدو وروسته، په اسلام‌اباد د فشارونو کچه لوړه شوې او په همدې موخه د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ له مشرانو سره کتلي دي.

محمد صادق‌خان پر خپل اېکس‌‌پاڼه زياته کړې چې په دې لیدنه کې د قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سوداګریزو ټولنو استازو ګډون کړی وو.

د نوموړي په وینا چې د ناستې اصلي محور ترهګریز فعالیتونه او د هغوی د پولې اخوا څنګه د دواړو لورو پر سوداګرۍ او د خلکو پر معیشت اغېز کوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تېرې اوږدې مودې راهیسې د تړلو لارو پاتې‌کېدل، اوس په پاکستان کې دننه د کرنیزو محصولاتو د خرابېدو او اقتصادي تاوانونو له کبله د خلکو انتقادونه راپارولي دي.

په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې د مېوو او سبزیجاتو د خرابېدو له امله کروندګر او بڼ‌وال له حکومته شکایت لري.

بايد وويل شي، د تګ‌ــراتګ او سوداګرۍ دغه بن‌بست نه یوازې د سیمې اقتصاد زیانمن کړی، بلکې په اسلام‌اباد د حل لارې موندلو فشار یې هم ډېر کړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f934h
دکمه بازگشت به بالا