مسعود پزشکیان: اسلامي هېوادونه دې له اسرائیلو اړیکې پرې کړي او خپل یووالی وساتي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان قطر کې له سرمشریزې وړاندې له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې له اسرائیلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.
دوحې ته له روانېدو دمخه، پزشکیان وویل، “اسلامي هېوادونه له دې جعلي وجود سره خپلې اړیکې پرې کولی شي او تر خپله وسه خپل یووالی او همغږي ساتلی شي”.
هغه هیله وکړه چې سرمشریزه به د اسرائيلو پر وړاندې د اقداماتو په اړه “یوې پایلې ته ورسېږي”.
په قطر کې د عربي او اسلامي هېوادونو یوه بېړنۍ غونډه جوړه شوې ده چې تېره اونۍ په دوحه کې د حماس د مشرانو پر ضد د اسرائیل د هوايي برید ځواب په اړه بحث وکړي.
لا تر اوسه روښانه نه ده چې کومې عملي پرېکړې به وشي، ځکه شنونکي وایي هر ډول پوځي غبرګون له بحثه بهر دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5610a