مسلمیار د پاکستان بریدونه دې ودرېږي، نړیوال دې غبرګون وښيي

د تېر جمهوري نظام پرمهال د مشرانو جرګې مشر فضلالهادي مسلمیار پر کونړ، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د پاکستان بریدونه غندلي او پر نړۍواله ټولنه او د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا یې غږ کړی، چې له یاد هېواد څخه د دغه ډول «خپلسرو او وحشیانه» بریدونو په اړه جدي پوښتنې او پلټنې وکړي.
هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه ډول بریدونه د افغانستان پر هوایي حریم ښکاره تېری دی. هغه زیاته کړې، افغانستان یو خپلواک هېواد دی او هېڅوک یې په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نهلري او نه هم د دغه تاریخي او ستر هېواد ملي حاکمیت ګواښلی شي.
د هغه په وینا:«پاکستان ته موږ هېڅکله د دوی د هوایي بریدونو ځواب نهدی پرېښی او نه مو زغملی؛ خو دا ډول فضا ایجادول د دواړو هېوادو ډیپلوماتیکې اړیکې او خپلمنځي مناسبات لا ډېر خرابولی شي.»
لینک کوتاه
https://sarie.news/w172e

