مسکو: د افغانستان او قطر سفیرانو د اقتصادي همکارۍ او اسرائیل برید غندنه وکړه.

په مسکو کې د افغانستان سفیر مولوي ګلحسن حسن د روسيې لپاره د قطر له نوي سفیر احمد بن ناصر الثاني سره کتلي دي.
په مسکو کې د افغانستان سفارت وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان پر اقتصادي وده، پانګونې او ثبات خبرې کړې او د اسلامي ورورګلوۍ، دوستانه اړیکو او دوه اړخيزو همکاریو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.
د اسلامي امارت سفیر د قطر پر وړاندې د اسرائیلو وروستی برید غندلی او هغه یې له نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه او د قطر پر ځمکني بشپړتیا تېری بللی دی.
د يادونې وړ ده، چې اسلامي امارت د خپلې بهرنۍ تګلارې له مخې هڅه کوي ترڅو خپلې سیمهییزې او نړیوالې اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5706a