ملا حمدالله فطرت تېر کال اقتصاد ښه شو، افغانۍ ارزښت زیات او بیې کمې شوې

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، چې تېر کال سره له شته ننګونو، د افغانستان اقتصاد د پام وړ پرمختګ کړی دی.
ښاغلي فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، چې افغانۍ باثباته پاتې شوې او د بهرنیو اسعارو په وړاندې یې ارزښت لا زیات شوی، انفلاسیون کچه ټیټه پاتې شوې او د خوراکي او نورو لومړنیو توکو بیې هم راکمې شوې دي.
د نړیوال بانک د وروستي راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ۴.۳ سلنه اقتصادي وده کړې، چې د هېواد د اقتصادي پرمختګ او ثبات څرګندونه کوي.
د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي تل ټینګار کوي، چې افغان حکومت هڅه کوي د اقتصادي ودې، د خلکو د ژوند د ښه‌والي او د مالي ثبات لپاره خپلې هڅې دوامدارې وساتي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w3116e
دکمه بازگشت به بالا