ملي اردو د تاشقرغان تنګي تړلې لاره د ژغورنې ټيمونو په هڅو بېرته پرانیستل شوه

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د ۲۰۹ الفتح قول اردو د ژوغورنې او انجنيرۍ ټيمونو په هڅو د شمال زون تاشقرغان تنګي کې د زلزلې له امله تړل شوې عمومي لاره د ترافيکو پر مخ بيا پرانېستل شوې ده.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادې لارې له تړل کېدو سره يو شمېر هېوادوال بند پاتې شوي وو، خو د ژغورنې ټيمونو د چټکو هڅو په پايله کې ژغورل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې ټپيان د عاجلې مرستې لپاره اړوندو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې مهال ده، چې بېګا شپه ناوخته د رېښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې د شمال څو ولايتونه لړزولي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/A1288S
دکمه بازگشت به بالا