ملي دفاع وزارت میدان وردګو کې د واورو پاکولو او ژغورنې هڅې دوام لري

د ملي دفاع وزارت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د میدان وردګو د پنځمې پلې لوا مرستندویه ټیمونو په اړوند بېلابېلو سیمو کې د واورو پاکولو، لارو پرانيستلو او د ژغورنې هڅې روانې ساتلې دي.
د يادې لوا د رسنيو دفتر وايي، پوځي ځواکونو له تېر مازیګر راهیسې د میدان ښار کوتل سرتخت، د نرخ ولسوالۍ دوراني، د بهسود لومړۍ حصې اوونۍ او حاجيګک کوتل، همداراز د سیدآباد ولسوالۍ د دشت ټوپ، یوسف‌خېلو، مملخېلو او سالارو سیمو کې د واورو او کنګل له امله چپه شوي موټرونه له لارو پورته کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د کابل–کندهار پر لویه لار د نږدې ۵۰۰ مسافروړونکو او بار وړونکو موټرو پر مخ لاره بېرته پرانیستل شوې او په یو شمېر برخو کې لارې له واورو او کنګل څخه پاکې شوې دي.
چارواکو ډاډ ورکوي، چې د اړتیا په صورت کې به د مرستندویه او ژغورنې چارې لا هم دوام ومومي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W197W
دکمه بازگشت به بالا