ملګري ملتونه: د بوديجې د کمښت له امله د سوله ساتو ځواکونو ۲۵ سلنه کمښت اعلان کړ

ملګري ملتونه د خپلې بوديجې د کمښت له امله په راتلونکو مياشتو کې په نهو هېوادونو کې خپل ۲۵ سلنه سوله ساتي ځواکونه کموي.

ملګرو ملتونو په خپله پرېکړه کې، چې ټولټال ۱۴ زره کسان کېږي، پکې پوليس او ملکي کارکوونکي شامل دي.

دوی وايي، چې دغه پرېکړه يې د امريکا له لوري د بوديجې د نه ورکړې له امله کړې ده.

دا په داسې مهال ده، چې د نړيوالو مرستو د کمېدو له امله د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) ورمه ورځ هم شاوخوا پنځه زره کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6433a
دکمه بازگشت به بالا