ملګري ملتونه په غزه کې ۳۸۱ د «انروا» کارکوونکي وژل شوي دي

د ملګرو ملتونو د فلس‍.طیني کډوالو د مرستو او د کارونو د ادارې (UNRWA) د وروستي راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې د دغې ادارې لږ تر لږه ۳۸۱ کارکوونکي وژل شوي دي.

دغه جګړه د ملګرو ملتونو د کارکوونکو لپاره هم تر ټولو خونړۍ جګړه ګڼل شوې ده.

په وژل شویو کې ۳۰۹ د انروا اصلي کارکوونکي او ۷۲ هغه کسان شامل دي چې د ادارې له چارو سره یې مرسته کوله او دا شمېر د روانې اکټوبر تر ۲۶مې پورې ثبت شوی دی.

دغې ادارې همدا راز ویلي چې د جګړې پر مهال یې پر تاسیساتو ۹۴۲ بریدونه شوي، او لږ تر لږه ۸۴۹ کسان هغه مهال وژل شوي چې د انروا په ودانیو کې یې پناه اخیستې وه.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6743a
دکمه بازگشت به بالا