ممداني نیویارک به د پښتو په ګډون د ټولو ژبو کیسه وي

د نیویارک نوي ښاروال ظهران ممداني د خپلې لوړې وروسته په خپله وروستۍ وینا کې، د قومي، مذهبي او ژبني تنوع پر بنسټ د یوې نوې کیسې د جوړولو یادونه وکړه. ممداني وویل د نیویارک ښار تاریخ به د نورو ژبو ترڅنګ په پښتو ژبه هم ولیکل شي.
ظهران ممداني تېره پنجشنبه د خپلې لوړې وروسته په خپله وروستۍ وینا کې نیویارک د ټولو هغو کسانو ملکیت وګاڼه چې په دې ښار کې ژوند کوي او زیاته یې کړه.”
ممداني ټینګار وکړ چې د دې ښار ټول اوسېدونکي، پرته له دې چې د دوی ژبه وي، پشمول د پښتو، مانډرین (د چین رسمي ژبه) او یدش (د ځینو یهودانو دودیزه ژبه)، به د دې نوې کیسې په لیکلو کې رول ولري.
د نیویارک دغه مسلمان ښاروال همداراز د مذهبي تنوع او د مذهبي مراسمو د ترسره کولو ازادۍ باندې ټینګار وکړ، ویې ویل چې د دې ښار اوسېدونکي “به په جوماتونو، عبادت خانو، کلیساګانو، مندرونو او معبدونو کې دعا وکړي، او ډېری به یې هېڅ دعا ونه کړي.”
باید وویل شي چې ظهران ممداني د نیویارک ښار لومړنی مسلمان ښاروال دی چې د ۲۰۲۵ کال په ټاکنو کې په پراخه کچه وټاکل شو. هغه د کرایې کنټرول، وړیا بس خدماتو، د ټیټ عاید لرونکو کورنیو ملاتړ او د کډوالو د ساتنې لپاره د خپل کمپاین په جریان کې د خپلو ملاتړو په منځ کې پراخه ملاتړ ترلاسه کړ او تر بریا ورسېد.
د یادولو ده چې ممداني د تېرې پنجشنبې په ورځ، په هغه قران کریم یې رسمي لوړه وکړه چې هغه ته یې له خپل نیکه څخه په میراث پاتې دی. هغه د نیویارک لومړنی ښاروال دی چې د خپلې لوړې پرمهال یې په قران کریم لوړه وکړه.

