مولوي سیف‌الاسلام خیبر: د تصوف له نوم څخه د ناوړه استفادې ډله ونیول شوه

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند مولوي سیف‌الاسلام خیبر وایي، د تصوف له نوم څخه د ناوړه استفادې او د غیر شرعي کړنو د ترسره کولو په جرم هغه ډله نیول شوې، چې غیرې شرعي کړنې، بدعتونه او خرافات یې ترسره کول.

ښاغلی خیبر زیاتوي، چې دغه وزارت چاته اجازه نه ورکوي چې د مذهب او تصوف له نوم څخه په ناوړه ګټې اخیستنې داسې کړنې ترسره کړي، چې شریعت او قانون اجازه نه ورکوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5264a
دکمه بازگشت به بالا