میدان وردګ چک کې د کور اورلګېدنې ۴۰۰ زره افغانۍ مالي زیان اړولی

د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالي په «مسجد حوزې قادرخېل» سيمه کې په يوه کور کې اورلګېدنه رامنځته شوې، چې له امله د کور توکي په بشپړه توګه سوځېدلي دي.

مسوولين وايي، يادې کورنۍ ته ځاني زيان نه دې اوښتی، خو د کور د وسايلو سوځېدو ترڅنګ څلور سوه زره افغانۍ زيان هم ورته رسېدلی دی.

په دې ولايت کې له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رئيس مولوي فيض‌الله جلالي خواشيني څرګنده کړې او له زيانمنې کورنۍ سره يې د هر اړخيزې همکارۍ ژمنه کړې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f723h
دکمه بازگشت به بالا