مېشېګن: پر کليسا بريد کې څلور کسان وژل شوي، مشکوک بريدګر په ډزو وژل شوی

د امریکا په مېشېګن ايالت کې پر يوه کليسا بريد کې د ډزو له کبله څلور تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.

د امنيتي چاروکو له خوا له پېښې وروسته يوه خبري کنفرانس ته ويل شوي چې بريدګر د کليسا يوې برخې ته اور هم اچولی چې اوس کابو شوی دی.

مشکوک بريدګر يو ۴۰ کلن کس ښودل شوی چې د پوليسو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

چارواکي وايي، پېښه د يکشنبې په ورځ (۲۸ سپټمبر) د مېشېګن د ګرنډ بلنک ټونشېپ په مورمن کليسا کې هغه مهال رامنځته شوه چې سلګونه خلک د عبادت لپاره هلته راټول شوی وو.

پولیس وایی هغه کس چې په کليسا کې پر خلکو ډزې کړې وې په قصدي ډول د کلیسا ودانۍ ته اور هم اچولی و.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6078a
دکمه بازگشت به بالا