نتنیاهو وايي اسراییل د ایران پر وړاندې بشپړ چمتو دی

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې اسراییل د ایران په تړاو بېدار دی او د هر ډول احتمالي بدلون پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري.
نوموړي د صهيونيست رژيم په پارلمان کې د خپلو خبرو پر مهال خبرداری ورکړی، “هر هغه څوک چې پر اسراییل برید وکړي، د نه زغملو وړ پایلو سره به مخ شي.”
نتنیاهو ټینګار کړی، چې اسراییل د سیمې روان بدلونونه له نږدې څاري او ټولې ممکنه سناریوګانې یې په دقت ارزولي دي.
د ويلو ده، په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو پوځي تحرکاتو او سیاسي څرګندونو تاوتریخوالی لا زیات کړی، چې له امله یې د احتمالي شخړې اندېښنې هم ډېرې شوې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w853w

