نتنیاهو په واشنګټن کې د امریکا له لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړې

د اسراییل لومړی وزیر، بنیامین نتنیاهو، چې واشنګټن ته سفر کړی، د ډانلډ ټرمپ له ځانګړي استازي، سټیو ویتکوف، او د امریکا ولسمشر له زوم، جرېډ کوشنر سره کتلي دي. په دې کتنه کې د سیمې پر مهمو موضوعاتو او له ایران سره د وروستیو سلا مشورو په اړه خبرې شوې دي.
تمه ده نتنیاهو له ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې په کتنه کې ټینګار وکړي چې له ایران سره په هر احتمالي تړون کې د توغندیزو محدودیتونو مسله هم شامله شي.
په ورته وخت کې، امریکايي ځواکونو د قطر په العدید پوځي اډه کې چې په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو لویه پوځي اډه ده، پاتریوت توغندي پر ګرځنده توغندیو لېږدونکو ځای پر ځای کړي. دا اقدام د چټک لېږد او په بېلابېلو سیمو کې د استقرار اسانتیا برابروي. همداراز په اردن، سعودي عربستان، عمان او ډیاګو ګارسیا کې د امریکا د الوتکو او پوځي تجهیزاتو شمېر زیات شوی دی.
د امریکا ولسمشر ټرمپ په یوه مرکه کې ویلي، چې باور لري ایران غواړي د خپلو اټومي او توغندیزو پروګرامونو په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي. هغه زیاته کړې: «فکر کوم هغوی غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي او که داسې ونه کړي، احمقانه به وي. تېر ځل مو د هغوی اټومي تاسیسات په نښه کړل، باید ولیدل شي چې دا ځل څه کېږي.»
د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي، علي لاریجاني، په عمان کې ویلي چې له دغه هېواد چارواکو سره یې له امریکا سره د یوې «متعادلې او عادلانه» هوکړې ترلاسه کولو په اړه خبرې کړې دي. هغه ټینګار کړی: «موږ له پیل باور درلود چې جګړه ستونزې نه حلوي او سیمهییز اختلافونه باید د خبرو له لارې هوار شي. پر زور تکیه کول د دیپلوماسۍ لاره له ستونزو سره مخ کړې ده.»
ایران همداراز اعلان کړی چې د تېر کال د اسراییلو او امریکا له ۱۲ ورځنیو بریدونو وروسته یې خپل توغندیز زیرمې بېرته رغولې دي او دا پروګرام د مذاکرې وړ نه دی. خو تر اوسه د تهران او واشنګټن ترمنځ د راتلونکو خبرو نېټه او ځای نه دي اعلان شوي.

