ننګرهار: سېلابونو په لعلپورې کې لسګونه کورونه ویجاړ او زر جریبه ځمکه تخریب کړه

د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې نن سهار راوتلو سېلابونو لسګونه کورنه ويجاړ کړي او نږدې زر جريبه کرنيزه ځمکه يې هم تخريب کړې ده.
د ځايي اوسېدونکو په وينا، په دې پېښه کې چاته ځاني زيان نه دی اوښتی؛ خو په وينا يې چې د مالي زيانونو کچه لوړه ده.
د يادونې وړ ده، چې په دې تړاو تر اوسه رسمي سرچينو څه نه دي ويلي او نه يې هم د مالي زيانونو په تړاو څرګندونه کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې هم د ننګرهار په بېلا بېلو وسلوالیو کې د سېلابونو له امله ګڼو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a697s

