ننګرهار له پاکستانه قاچاقي راوړل شوي ۵۰۰ کیلوګرامه کب ضبط او له منځه وړل شوي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی چې د تورخم حیواني قرنطین کارکوونکو له پاکستانه په قاچاقي توګه راوړل شوې ۵۰۰ کیلوګرامه کبان کشف او ضبط کړي دي. یاد ریاست نن (سه‌شنبه، د لړم ۲۷مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د نیول شویو کبانو غوښه د یو ګډ پلاوي په حضور کې تر خاورو لاندې شوه او بشپړه له منځه یووړل شوه.

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، مولوي محمد ولي محسن، وايي چې له هغه وروسته چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ صادرات او واردات درېدلي، د اسلامي امارت د نافذه قوانینو او د مشرتابه د هدایت پر بنسټ هېڅوک نه شي کولای د پاکستان له خاورې حیواني او نباتي محصولات هېواد ته راوارد کړي. د هغه په وینا، د دې قانون سرغړونه نه‌شي زغمل کېدای او له هر ډول قاچاق سره به قانوني چلند کېږي.

مولوي محسن له سوداګرو او ټولو افغانانو غوښتنه کړې چې د ملي ګټو او عامه خوندیتوب په پام کې نیولو سره دې خپلې سوداګریزې چارې له قانوني لارو پرمخ یوسي، څو د قاچاقي توکو د راتګ مخه په بشپړه توګه ونیول شي.

په ورته مهال، د سرحدي پولیسو ریاست هم تایید کړې چې د تورخم له لارې په قاچاقي ډول راوړل شوې مېوې، درمل او یو شمېر نور توکي یې کشف او ضبط کړي دي. د چارواکو په وینا، د ناقانونه وارداتو د مخنیوي لپاره په پوله د امنیتي او مسلکي کسانو څارنه زیاته شوې او هڅې روانې دي چې ټول ډول قاچاق په رېښه له منځه ولاړ شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/F601H
دکمه بازگشت به بالا