نوي دهلي کې د بم ګواښ ودانۍ او ښوونځي خالي کړل شول

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د هند په پلازمېنه نوي دهلي کې څو قضايي ودانۍ او تعلیمي مرکزونه د بم د اېښودلو د ګواښونکي برېښنالیک تر ترلاسه کېدو وروسته له خلکو خالي او د امنیتي ځواکونو تر کلکې محاصرې لاندې راوستل شوي دي. د هندوستان ټایمز د سه‌شنبې، د نومبر ۱۸مې، د راپور له مخې هندي پولیسو ویلي چې دغه برېښنالیک نن سهار شاوخوا د ځایي وخت په ۹ بجو ترلاسه شوی او په هغه کې ادعا شوې وه چې په څو محکمو او دوه ښوونځیو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي دي؛ ښوونځي هغه مرکزونه دي چې د هند د مرکزي ریزرو پولیسو ځواک پورې تړاو لري.

له ګواښ وروسته د بمونو د شنډولو ځانګړي ټیمونه سمدستي سیمو ته استول شوي، ودانۍ تخلیه شوې او پراخ امنیتي پلټنې پیل شوې، خو تر اوسه هېڅ ډول مشکوک توکي یا چاودېدونکي مواد نه دي موندل شوي. د پولیسو په خبره، د برېښنالیک لېږل د جیش محمد جګړه‌ييزې ډلې په نوم شوی، او دا پیغام د یو لږ پېژندل شوي وړیا برېښنالیک خدمت له لارې استول شوی دی، چې د لېږونکي د پېژندنې موضوع یې لا پېچلې کړې ده.

چارواکي وایي چې د پېښې له وخت راهیسې د ټولو اغېزمنو ودانیو، شاوخوا سیمو او احتمالي هدفونو امنیتي ارزونې روانې دي، او پولیس د ګواښ د اصلي سرچینې د موندلو لپاره د تخنیکي پلټنو لړۍ پراخه کړې ده.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې یوازې څو ورځې مخکې، د نومبر په ۱۰مه، د نوي دهلي په یوه ګڼ مېشت سیمه کې چاودنه شوې وه چې لسګونو کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې وه. د امنیتي ارګانونو په باور، د وروستیو پېښو لړۍ د پلازمېنې د امنیتي وضعیت د لا زیات حساس کېدو سبب شوې او چارواکي هڅه کوي د هر ډول احتمالي ګواښ مخه ونیسي.

دکمه بازگشت به بالا