نړیوال بانک په ۲۰۲۵ کې د افغانستان اقتصادي وده او ټیټ انفلاسیون

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې د افغانستان اقتصاد د پرلهپسې دویم کال لپاره مخ پر ودې ښودلی او په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې انفلاسیون په منځني ډول دوه سلنه اټکل شوی دی.
په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۵ کال کې به د هېواد ناخالص کورنی تولید ۴٫۳ سلنه وده کوي، په داسې حال کې چې دا وده په ۲۰۲۴ کال کې ۲٫۵ سلنه وه.
نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي ودې مهم لاملونه د خدماتو او صنعت په برخو کې د اقتصادي فعالیتونو د زیاتېدل ښودلي او ویل شوي چې افغانستان د کرنې په برخه کې هم د اوبیزو غنمو تر ټولو زیاتو حاصلاتو په ترلاسه کولو توانېدلی دی.
په راپور کې همداراز ویل شوي چې د افغانستان له اقتصادي ودې سره همداراز کانونو او ودانیزې برخې هم مرسته کړې ده.
بلخوا د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد هم په اېکسپاڼه د نړیوال بانک د راپور یوه برخه خپره کړې او لیکلي یې دي: “په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې انفلاسیون په منځني ډول دوه سلنه اټکل شوی چې دا د سیمې له تر ټولو ټیټو کچو دی، دا وضعیت د «خوراکي توکو د بیو د ثبات او د ملي اسعارو د پیاوړتیا» له امله رامنځته شوی دی.”

