نږدې درې زره افغان کډوال په یوه ورځ له پاکستانه راستانه شول

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء خبر ورکړی چې په یوه ورځ کې ۲ زره او ۹۹۰ افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د راپور له مخې، د ننګرهار تورخم له لارې ۲ زره او ۳۲۰ تنه او د کندهار سپین‌بولدک له لارې ۶۷۰ تنه بېرته راستانه شوي دي.

سرچینه زیاتوي، راستانه شوي کډوال له ثبت او راجستر وروسته د مرستو په ترلاسه کولو سره خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

راپور همداراز څرګندوي چې د تورخم دروازې له بیا پرانېستل کېدو وروسته د افغان کډوالو جبري اېستل یو ځل بیا چټک شوي، چې د اندېښنې وړ بلل کېږي.

دکمه بازگشت به بالا