نیوزیلند پلټنه پیل کړه یو شرکت د ایران او روسیې لپاره د تحریمونو سرغړونه کړې

نیوزیلند د آسترالیا، بریتانیا او امریکا په همکارۍ د ماریتایم میوچوال بیمه شرکت د فعالیتونو څېړنه پېل کړې ده. د نیوزیلند پولیسو د احتمالي نړیوالو تحریمونو د سرغړونې په تور، د دې شرکت دفتر او یوه کور تلاشي کړي دي. تمه کېږي چې یاد شرکت د نړیوالو تحریمونو په سرغړونه سره ایران او روسیې ته د تېلو او ګازو د صادراتو په برخه کې مرسته کړې وي، څو د تحریمونو محدودیتونه شاته پاتې شي. اټکل کېږي چې یاد شرکت یوازې د هغو نفتکشونو شاوخوا ۲۰ سلنه بیمه مسوولیت پر غاړه لري چې د امریکا، اروپایي اتحادیې او بریتانیا په تحریمونو کې شامل شوي دي.
رویترز راپور ورکړی چې داسې انګېرل کېږي چې دغه شرکت له ۲۰۱۸ کال راهیسې د ایران او روسیې له ۱۳۰ څخه زیاتو نفتکشونو بیمه کړې ده. د ایران د بیمه شویو تېلو د بار ارزښت شاوخوا ۱۸.۲ میلیارده ډالره او د روسیې د تېلو ارزښت ۱۶.۷ میلیارده ډالره اټکل شوی دی. په ټوله کې، د دې شرکت لخوا بیمه شویو تېلو ارزښت شاوخوا ۳۴ میلیارده ډالره ښودل شوی دی.
د ماریتایم میوچوال مرکزي دفتر په نیوزیلند کې موقعیت لري او پل رانکین، ۷۵ کلن بریتانیایي، د خپلې کورنۍ له غړو سره په ګډه د شرکت مشري کوي. دغه شرکت لږ تر لږه دوه لسیزې د بار وړونکو او مسافر وړونکو کښتيو بیمه کولو په برخه کې فعالیت کوي او د نړیوالې بحري سوداګرۍ په بازار کې یوه مهمه نومياله مؤسسه بلل کېږي.

