نیویارک: قرغیزستان او ترکیه د افغانستان د شتمنۍ ازادېدو او بیارغونې ملاتړ غواړي

د قرغیزستان ولسمشر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په اتیایمه عمومي غونډه کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدو غوښتنه کړې ده او د ترکیې ولسمشر ویلي چې نړۍواله ټولنه باید افغانان د بیارغونې په چارو کې یوازې پرې نه ږدي.

د ملګرو ملتونو اتیایمه عمومي غونډه پرون د امریکا په نیویارک کې پیل شوې ده.

قرغیزستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر صدیر جپاروف پرون د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په خپلو خبرو کې د افغانستان د کنګل شوې شتنمۍ د ازادېدو غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړې چې نړۍواله انزوا او له افغانستان سره مالي مرستې نه کول د منلو نه دي.

په همدې حال کې، د ترکیې اناتولي خبري اژانس هم راپور ورکړی چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې غونډه کې له افغانستان د انقر پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړې: «تمه لرو د افغانستان اداره د ټولنې په درک کولو عمل وکړي او نړۍواله ټولنه باید افغانان د بیارغونې په هڅو کې یوازې پرې نه‌ږدي. ترکیه به تل له خپلو افغان وروڼو او خویندو ملاتړ کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم په کابل «د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا له سکټوره ملاتړ» په نوم کنفرانس کې له نړۍوالې ټولنې او نړۍوالو مالي بنسټونو وغوښتل څو پر افغانستان لګېدلي مالي او بانګې بندیزونه پای ته ورسوي.

د هغه په خبره، دغو بندیزونو په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې لړۍ اغېرمنه کړې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5959a
دکمه بازگشت به بالا