نېپال د واورې ښويېدو له امله اووه غرختونکي مړه شول

د یوې غرختلو ادارې «سېون سمېټ ټرېکس» له څرګندونو سره سم، لږ تر لږه اووه غرختونکي د نېپال په شمال ختیځ هیمالیا غرونو لړۍ کې د واورې ښویېدنې له امله مړه شوي دي. په وژل شویو کې پنځه بهرنيان او دوه نېپالی لارښودان شامل دي.
دا پېښه د دوشنبې په ورځ د دولاکها ولسوالۍ د یالونګ ري غره د بیس کمپ څنګ ته د محلي وخت پر ۹:۰۰ بجو (د ګرینویچ پر وخت ۳:۱۵) رامنځته شوې ده.
د ژغورنې ځواکونو تر اوسه د دوو کسانو مړي موندلي او د نورو پنځو کسانو د موندلو هڅې روانې دي، چې ګومان کېږي تر واورو لاندې ښخ شوي وي. همدارنګه اته نور ژغورل شوي، چې اوس په پلازمېنه کټمنډو کې د خپلو ټپونو درملنه ترلاسه کوي.
د «سېون سمېټ ټرېکس» مشر مینګما شرپا ویلي: “د پاتې پنځو مړو ځای ښايي د واورې د سطحې نه لس تر پنځلس فوټه لاندې وي، د موندلو لپاره به وخت او دوامداره هڅې ته اړتیا وي.”
په وژل شویو کسانو کې دوه ایټالویان، یو کاناډایي، یو جرمني، یو فرانسوی او دوه نېپالی لارښودان شامل دي.
د ولسوالۍ د پولیسو مرستیال مشر ګیان کمار مهاتو څرګنده کړې، چې د ژغورنې یو چورلکه د دولاکها په ناګاون سیمه کې ناسته کړې، چې له بیس کمپ څخه د پنځو ساعتونو په واټن کې ده.
یوه ژغورل شوې ټپي شوې تن ویلي، چې هغوی څو ځله د مرستې غوښتنه کړې، خو مرسته ور ونه رسېده. هغه زیاته کړې: “که په وخت ژغورندویان راغلي وای، نور ژوندونه هم ژغورل کېدای شول.”
ښاغلي مهاتو هم ویلي، چې خراب موسم او لوژستیکي ستونزو د ژغورنې چارې ستونزمنې کړې، چې چورلکې نه شي ورورسیدای او نه هم د پښو د رسېدو امکانات موجود وو.

