هرات د زعفرانو کلنی نندارتون پرانیستل شو؛ سږ کال ۴۱ ټنه تولید شوی

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو او سيمهييزو مسوولينو په شتون کې په هرات ولايت کې د زعفرانو لسم کلنی نندارتون پرانېستل شو.
د ياد وزارت مرستيال مولوي صدراعظم عثماني ويلي، چې د روان کال په لړ کې د زعفرانو د کر کچه پراخه شوې او ۱۲ زره هکټارو ته رسېدلې ده.
د ښاغلي عثماني په وینا، سږکال له دغو بزګرانو څخه ۴۱ ټنه زعفران راټول شوي او دوی د زعفرانو کروندګرو ملاتړ ته ژمن دی.
په ورته مهال د زعفران کروندګرو د ټولنې ریيس ابراهيم عادل ويلي، چې تر اوسه ۷۲ شرکتونه د زعفرانو په سکټور کې فعال دي او د صادراتو بهير يې دوام لري.
نوموړي زياته کړې، ياده ټولنه په پام کې لري چې په همدې برخه کې ۱۰ ميليونه ډالر پانګونه وکړي او ۸۰ زرو کسانو ته پکې د کار زمينه برابره کړي.
ياد نندارتون په داسې مهال ترسره کېږي، چې د هېواد زعفران لا هم په نړیواله کچه د کیفیت لومړی مقام لري او د هېواد د مهمو صادراتي توکو له ډلې شمېرل کېږي.

