هرات د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت صنعتي ماشینونه تاجکستان ته صادر شول

د لومړي ځل لپاره له هرات ولایت څخه د تاجيکستان پر لور د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ګچ او سمنټو د کارخونو لپاره ځانګړي ماشینونو جوپه صادره شوې ده.
د هرات ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال له دغو صادراتو هرکلی کړی او ويلې يې دي، اسلامي امارت د صنعتکارانو لپاره د پانګونې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي. نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال د افغانستان د کورنیو تولیداتو د صادراتو ارزښت تر دوو میلیارده امریکایي ډالرو رسېدلی دی.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د دې صادراتي تړون ټولیز ارزښت ۸۰ میلیونه او ۴۵۰ زره افغانۍ دی، چې په لومړي پړاو کې د ۲۳ میلیونه او ۴۵۰ زره افغانیو په ارزښت یوه جوپه صادره شوې ده.
د «دژ فولاد« صنعتي شرکت مسوولینو ویلي، چې په یادې کارخونې کې شاوخوا ۵ میلیونه امریکایي ډالر پانګونه شوې او نږدې ۲۰۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
چارواکي دا صادرات د افغانستان د صنعتي ځانبسیاینې، د تولیداتو د کیفیت لوړوالي او د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختيا مهم ګام بولي.

