هرات له صنعتي فابریکو روسیې او منځنۍ اسیا ته د ګازو او ټرېلرونو صادرات پیل شول

د صادراتو د ۲۵م پړاو د رسمي پيل له مراسمو سره هممهاله، د هرات له صنعتي فابریکو څخه روسیې، اوزبېکستان، قزاقستان، ترکمنستان او قرغزستان ته د ګازو او ټرېلرونو صادرات فعال شول. د هرات ولایت د رسنیو د دفتر په وینا، په دې مراسمو کې د اسلامي امارت د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار د ځوانانو د تولیدي هڅو ستاینه وکړه او دغه صادرات یې «د هېواد د تولیدي سکتور د ظرفیت ښکارندوی» وبلل. والي ټینګار وکړ چې یاد ګام به د افغانستان د سوداګرۍ توازن او سیمه‌ییز اقتصادي تعامل ته نوې انرژي ورکړي.

د خبر له مخې، د «اَهن برش» شرکت نږدې ۱۰۰ ټرېلرونه چې د فابریکې د ټولو تولیداتو ۷۰ سلنه جوړوي، د منځنۍ آسیا هېوادونو ته صادر شوي دي. همدارنګه ویل کېږي چې د دغه شرکت ۶ ټرېلرونه دا مهال په مستقیم ډول روسیې ته لیږدول کېږي، چې دا د افغانستان د تولیدي محصولاتو لپاره د نوي بازار د پرانیستې معنا لري.

د مسؤلینو د معلوماتو پر اساس، د «اَهن برش» شرکت ټول صادرات شاوخوا ۴ میلیونه ډالر ارزښت لري، او د دې پروسې په پایله کې ۲۶۵ کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده. چارواکي باور لري چې دا پرمختګ به د هرات صنعتي بنسټونه لا پیاوړي کړي او د افغانستان د کورنیو تولیداتو د سیالۍ وړتیا به په سیمه کې لوړه کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f931h
دکمه بازگشت به بالا