هرات په شینډنډ کې د موټرو ټکر د ۱۲ تنو د مړینې او ټپي کېدو لامل شو

نن سهار د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې ترافیکي پېښه شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، ۱۲ کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د ځايي سرچینو په وینا چې دا پېښه نن سهار شاوخوا څلور بجې د شینډنډ ولسوالۍ اړوند د هرات – کندهار په لاره د دوو موټرو د ټکر له امله شوې ده.
د سرچینو په وینا چې په پېښه کې ښځو او ماشومانو هم مرګژوبله اوښتې ده.
تر دې مخې هم په د هرات – کندهار په لاره د ترافیکي پېښې له امله لسګونه کسانو ژوند بایللی دی.
بلخوا ځايي مسوولینو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
بلخو اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.
څه موده مخکې د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه په یو شمېر مسافر وړونکو موټرو کې د څه باندې ۸ زره جي پي اېس الو له نصب کېدو خبر هم ورکړی و

