هلمند کې له ۶ زره کیلو ډېر قاچاقي توکي ونیول شول

د هلمند مسوولینو ویلي، چې تېره یوه اوونۍ کې په ولایت کې ۶ زره ۲۰۴ کیلوګرامه قاچاقي توکي نیول شوي دي. د هلمند ولایت مقام د چارواکو په وینا، دغه توکي په دوو موټرو کې بار وو او د فرعي ګمرکاتو ریاست له لوري ضبط شوي دي.
په نیول شویو توکو کې خوراکي او غیرخوراکي مواد شامل دي، لکه انساني درمل، د بخار ګوشکۍ او نور توکي.
معلومه شوې چې دغه قاچاقي توکي په غیرقانوني توګه له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته راوړل شوي وو. نیول شوي توکي د هلمند مرکز لښکرګاه، سرحدي لارو او ګرمسېر ولسوالیو په مربوطاتو کې ضبط شوي او اړوند اورګان ته سپارل شوي دي.
د چارواکو په وینا، په دې قضیه کې دوه کسان نیول شوي او څېړنې ترې پیل شوې دي. هلمند ولایت په تېرو وختونو کې هم زرګونه کیلوګرامه توکي نیولي، چې یا په غیرقانوني توګه هېواد ته راوړل کېدل او یا د قاچاق له لارې بهر ته وړل کېدل.
یاده دي شي، چې له تېرو شاوخوا دریو میاشتو راهیسې له پاکستان سره د افغانستان سوداګري بنده شوې او ټولې سوداګریزې لارې تړل شوې دي.

