هند او پاکستان: د اسیا جام تاریخي پایلوبه نن په دوبۍ کې ترسره کېږي

د کرېکټ دوه سرسختي سيالان هند او پاکستان د اسيا جام پايلوبه کې په لومړي ځل د سيالۍ ډګر ته وځي.
ټاکل شوې دغه سيالي د افغانستان پر وخت د ماښام اووه او د پښتونخوا پر اووه نیمو بجو د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې پيل شي.
له ۱۹۸۴ راهیسې کله چې اسيا جام پیل شوی دا لومړی ځل دی چې دغه دواړه لوبډلې په پايلوبه کې سره مخامخېږي. د دواړو هېوادونو تر منځ ټولې ۱۵ شل اوريزې لوبې شوې چې ۱۲ یې هند او دری پاکستان ګټلې دي.
د همدې سږني اسیا جام په لومړي او دویم پړاو کې د هند او پاکستان تر منځ دوې سيالۍ وشوې چې دواړه هند په ارام سره وګټلې.
که دواړو لوبډلو او د دوی وروستيو لوبو ته وکتل شي، هند په هره برخه کې تر پاکستان پياوړې لوبډله بلل کېږي خو په وروستيو کې سياست او د لوبغاړو تر منځ ناندريو پر دواړو لوبډلو فشار زيات کړی دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a857s