هند او پاکستان نن د شلاوریز نړۍوال جام مهمه لوبه کوي

د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شلاوریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نن د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ مهمه لوبه ترسره کېږي.
دغه سیالي به د افغانستان پر وخت ماښام شپږ بجې د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې پیل شي. د شلاوریز نړۍوال جام سیالۍ د هند او سریلانکا په کوربهتوب روانې دي او په کې د نړۍ غوره ټیمونه برخه اخلي.
افغان لوبډلې تر دې مهاله دوه لوبې ترسره کړي؛ لومړۍ یې نیوزلینډ ته او دویمه یې سوېلي افریقا ته بایللې ده. سبا به افغان لوبډله خپله درېیمه لوبه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ولوبوي.
دا لوبه د هند او پاکستان ترمنځ د اوږدې سیالۍ تاریخي شخړې په پام کې نیولو سره ځانګړی ارزښت لري او توقع کېږي چې په نړۍوال جام کې به د پام وړ سیالي وښيي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/q446q

