هند د اسام ایالت لاریون کې دوه تنه وژل شوي، لسګونه نور ټپیان دي

د هند په اسام ایالت کې د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ د تاوتریخوالي پر مهال دوه کسان وژل شوي او د پولیسو په ګډون له ۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وينا: “پېښه د کاربي انګلونګ ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چېرته چې ځایي خلکو د ځمکو د غصب پر ضد لاریون کاوه. یاد لاریون وروسته په تاوتریخوالي واوښت.”
د راپورونو له مخې، لاریونوالو د اعتراض پر مهال څو هټیو ته اور ورته کړی او د یوه ځایي چارواکي پر کور یې برید کړی، همداراز پولیس پر ډبرو هم وېشتل شوي دي.
چارواکو د امنیتي وضعیت د کابو کولو په موخه په یاده سیمه کې ګرځبندیز اعلان کړی او ټول انټرنېټي خدمتونه یې ځنډولي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2376e
دکمه بازگشت به بالا