هند د افغانستان زلزله‌ځپلو لپاره د مرستو لومړۍ جوپه کابل ته ولېږله

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر ویلي، چې د هوا له لارې د افغانستان زلزله‌ځپلو سره د دې هېواد د مرستو لومړۍ جوپه تېره شپه (سه‌شنبه) کابل ته ورسېده.

د ښاغلي شنکر په وینا، په دغه ۲۱ ټنه مرسته کې کمپلې، خیمې ، د پخلنځي لوښي، طبي وسایل او یو شمېر نور اړین لومړني توکې شامل دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي، چې هند په سیمه کې د وضعیت څارلو ته دوام ورکوي او راتلونکو ورځو کې به نوره بشري مرسته هم واستوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5178a
دکمه بازگشت به بالا