هند په کابل کې د سفارت د پراختیا او فعالیت لوړولو هڅې دوام لري

د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې «نوې ډيلي» د خپل ډیپلوماتیک ماموریت له ارتقا وروسته اوس د کابل په سفارت‌ کې د ظرفیت او فعالیت د پیاوړتیا پر لارو چارو غور کوي.

د دې وزارت ویاند رندهیر جیسوال په یوه خبري غونډه کې ویلي، له هغه وروسته چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي «نوې ډيلي» ته سفر کړی، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ څو ځله ټلیفوني اړیکې هم نیول شوې دي.

جیسوال زیاتوي، د دواړو لوريو لوړپوړو ډیپلوماتانو د پراختیايي همکاریو په تړاو بحث او خبرې کړې دي.

د نوموړي په وینا: “په کابل کې د سفارت‌ د دندو او مسوولیتونو څرنګوالی دا مهال تر څېړنې لاندې دی، او دا بهیر وروسته له هغه پیل شوی چې د هند ډیپلوماتیک ماموریت په کابل کې د سفارت تر کچې لوړ شو. ”

دا په داسې حال کې ده، چې هند ته د مولوي امیرخان متقي شپږ ورځنی سفر د دې هېواد د دولت او د «دیوبند» مدرسې له تود هرکلي سره مل و.

لینک کوتاه

https://sarie.news/A1327S
دکمه بازگشت به بالا