والیبال افغانستان له سریلانکا څخه لوبه وبایلله، سبا له مالدیف سره مخامخېږي

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ سیالي د آسيا د مرکزي زون د اتلولۍ په لړ کې، د چهارشنبې په ورځ (د سهار له غرمې مخکې) د بنګلهدېش په کوربتوب پیل شوه او په پای کې د ۳ پر ۲ پایلې په ترلاسه کولو سره د سریلانکا په ګټه پای ته ورسېده.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان د لوبډلې لوبغاړي به په دې سیالیو کې خپله دویمه لوبه سبا د مالدیف له لوبډلې سره ترسره کړي.
د آسيا د مرکزي زون د اتلولۍ دغه سیالۍ د افغانستان، بنګلهدېش، نیپال، مالدیف، ترکمنستان او سریلانکا ترمنځ د چهارشنبې په ورځ رسمي ډول پیل شوې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a1120s