ولې اوس اسټرالیا د فلسطین دولت په رسميت پېژندلو ته ځي؟ د منځني ختیځ په سیاست کې نوی بدلون څه معنی لري؟

له بريتانيا، فرانسې او کاناډا وروسته اسټرالیا ويلي چې د سپټمبر په مياشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې به د فلسطین دولت په رسميت وپېژني.

د اسټراليا لومړي وزير انتوني البېنز ويلي د فلسطین ادارې (پې اې) ژمنه کړې چې ناپوځي کېږي به، ټولټاکنې به ترسره کوي او د اسرائيلو د شتون حق به پېژني.

نوموړي د دوشنبې په ورځ وويل، “د دوو دولتونو حل د انسانيت يوه غوره هيله ده چې په منځني ختيځ کې تاوتریخوالی له منځه يوسي او په غزه کې شخړه، کړاو او لوږه پايته ورسوي”.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتيا وزارت وايي، له تېرې شنبې راهيسې د لوږې او خوارځواکۍ له کبله پنځه تنه مړه شوي چې له دې سره د لوږې له کبله د مړينو شمېر ۲۱۷ تنو ته رسېدلی دی.

يادې ادارې دا هم ويلي چې له ۲۰۲۳ کال راهيسې د اسرائيلو د بريدونو له کبله له ۶۱ زره ډېر فلسطينيان وژل شوي دي.

د اسټراليا لومړي وزير ويلي د رسميت پېژندلو دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د فلسطينۍ ادارې مشر محمود عباس ژمنه کړې چې حماس به په راتلونکي دولت کې هېڅ رول و نه لري.

ده زياته کړې، دا ګام د بريتانيا، فرانسې، نيوزيلنډ او جاپان له چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته اخيستل شوی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a444s
دکمه بازگشت به بالا