ویتنام: توپان او سېلابونو یو مړ، ۱۲ کسان تري تم شوي

په ویتنام کې د توپان او سختو ورښتونو له امله یو کس ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور لا هم تري تم شوي دي.
د ویتنام د دولتي رسنیو د راپور له مخې، په «هوی» ښار کې سېلابونو یو کس وړی او ۱۲ تنه کب نیوونکي هغه مهال تري تم شوي چې د توپان د زورورو څپو له امله یې کښتۍ ډوبه شوې ده.
ځايي چارواکي وایي، توپان د برېښنا مزي پرې کړي او د بارانونو په شدت سره ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي.
له دې وړاندې زرګونه کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي او په سلګونو الوتنې د خرابې هوا له امله ځنډېدلې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6082a

