ټرمپ اسرائيلو ته ورسېد منځني ختیځ د سولې د طرحې د عملي کېدو لپاره

د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختيځ د سولې د طرحې د عملي کېدو په موخه اسرائيلو ته رسېدلی دی.
دا سفر د هغو بنديانو د خوشې کېدو له بهیر سره هممهاله ترسره شوی، چې د حماس غورځنګ او اسرائيلو ترمنځ د اوربند د هوکړې پر بنسټ روان دی.
ټرمپ ته د اسرائيلو لومړي وزير بنیامین نتنياهو د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې له ټرمپ هرکلی کړی او د دواړو لوريو ترمنځ يې د سولې د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.
دغه سفر په داسې مهال ترسره کېږي، چې د حماس او اسرائيلو ترمنځ د بندیانو د خوشې کېدو بهیر لا هم روان دی او سیمه د یوې نوې سیاسي مرحلې په درشل کې ده.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6563a