ټرمپ: اسرائيلو د غزې له وتلو لومړی پړاو ومنه، اوربند به سمدستي پيل شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشل يوه پوست کې ويلي چې اسرائيلو له غزې د “وتلو له لومړي پړاو سره موافقه کړې ده”. داسې ښکاري چې ډونلډ ټرمپ هغې نقشې ته اشاره کړې چې له مخې یې په دريو پړاونو کې اسرائيلي ځواکونه له غزې وځي.
ښاغلي ټرمپ ويلي کله چې حماس دا تائيد کړه، اوربند به سملاسي پيل شي.
نوموړي لیکلي، “د يرغملو او بنديانو تبادله به پيل شي او موږ به د راتلونکي پړاو لپاره شرايط برابر کړو.”
بي بي سي وريفای اټکل کوي چې که د ټرمپ د سولې پلان د سپينې ماڼۍ د خپرې شوې نقشې له مخې ترسره شي نو له لومړي پړاو وروسته به هم شاوخوا ۵۵ سلنه د غزې برخه د اسرائیلو پوځ تر کنټرول لاندې وي.
اسرائیلو لا تراوسه د وتلو په اړه څه نه دي ويلي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/A904S