ټرمپ او کیم: د نږدې راتلونکې لپاره د مستقیمو خبرو هیله

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سویلي کوریا له ولسمشر لي جې میونګ سره د کتنې پر مهال ویلي، غواړي په روان کال کې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ‌اون سره وګوري.

ټرمپ څرګنده کړې، چې له کیم جونګ‌اون سره د مذاکراتو لپاره چمتو دی او هیله لري، چې په نږدې راتلونکي کې ورسره مستقیمه لیدنه وکړي.

د ويلو ده، چې ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې درې ځله د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ‌اون سره کتلي و.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b4912a
دکمه بازگشت به بالا