ټرمپ: د غزې جګړې پای یوازې په بیړنیو خبرو او اوربند کې دی

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ټولو ښکېلو لوريو غوښتي، چې د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره کوټلي او چټک ګامونه پورته کړي.
دا خبرې وروسته له هغې کېږي، چې حماس د امریکا د سولې ۲۰ مادهييز پلان له ځینو برخو سره هوکړه کړې، چې په هغو کې د بنديانو خوشې کول او فلسطيني مسلکي کسانو ته د غزې واک سپارل شامل دي.
ويل کېږي، چې حماس د «بېوسلې کېدو» له غوښتنې سره مخالفت کړی او څرګنده کړې يې ده، چې ځینې نورې مادې لا هم خبرو اترو ته اړتیا لري.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې نن (دوشنبه، اکټوبر شپږمه) د حماس او اسرائيل ترمنځ د منځګړو په مرسته غیرمستقیمې خبرې اترې ترسره شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6277a