ټرمپ لندن ته رسېدلی؛ د ټکنالوژۍ او اټومي انرژۍ هوکړو ته تیاری نیول شوی

د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوه ورځني سفر لندن ته رسېدلی او تمه ښودل شوې، چې بريتانيا ته د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټکنالوژۍ او اټومي انرژۍ په برخو کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسليک شي.

ټاکل شوې ده، چې نن د بریتانیا پاچا چارلس درېيم او ملکه کمیلا د ولسمشر ټرمپ او د هغه د مېرمنې میلانیا ټرمپ تشریفاتي هرکلی وکړي.

همداراز د امريکا ولسمشر ټرمپ سبا د بریتانیا له صدراعظم کایر سټارمر سره د مهمو موضوعاتو په اړه خبرې کوي.

د یادونې ده، چې دا بریتانیا ته د ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ د دويمې دورې دويم رسمي سفر بلل کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5689a
دکمه بازگشت به بالا