ټرمپ له ایران سره تړلو محدودیتونو د غځولو نوی اجرايي فرمان لاسلیک کړ

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو نوی اجراييوي فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې له ایران سره تړلو اقتصادي او سیاسي موضوعاتو په اړه شته محدودیتونه غځول شوي دي.
سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې ویلي، ولسمشر هغه حالت تمدید کړی چې واشنګټن یې له ایران سره اړوند مسایلو کې د ځانګړو تدابیرو لپاره کاروي. همداراز، له ایران سره سوداګریز تعامل لرونکو لورو په اړه د تعرفو او اقتصادي میکانیزمونو بیاکتنه هم د دغه فرمان برخه بلل شوې ده.
په سند کې ټینګار شوی، د امریکا حکومت د ایران له سیاستونو سره اړوند ځینې موضوعات د خپل ملي امنیت او اقتصادي ګټو له زاویې ارزولي او پر همدې اساس یې موجوده تدابیر پر ځای ساتلي دي. سپینې ماڼۍ ویلي، یاد ګامونه د اقتصادي فشار د چوکاټ دننه اخیستل شوي، څو د امریکا له نظره اړوند اندېښنو ته ځواب وویل شي.
امریکایي چارواکو زیاته کړې، دغه اقدامات د سوداګریزو شبکو، مالي لارو او اقتصادي تعاملاتو د تنظیم په هدف ترسره کېږي. بل لور ته، تهران تل ټینګار کړی چې بهرني فشارونه د ستونزو حل نه دی او موضوعات باید د ډیپلوماسۍ له لارې وڅېړل شي.
سیاسي شنونکي باور لري، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا هم د فشار او خبرو ترمنځ په یوه حساسې فضا کې دي او راتلونکي پرمختګونه به د سیمې پر سیاسي او اقتصادي وضعیت اغېز ولري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w1008w
دکمه بازگشت به بالا