ټرمپ پلان: بریټانیا ته د امریکا پر وارداتي درملو ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفه ټاکل شوې

رویټرز خبري اژانس ته سرچینو ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستي اقتصادي پلان له مخې، بریټانیا به د هغو درملو پر صادراتو چې امریکا ته واردېږي، د ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفې سره مخ شي.

ټرمپ ( پنجشنبه، د تلې ۳مه) اعلان کړی، چې هغه به پر هغو شرکتونو ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګوي، چې په امریکا کې تولیدي حضور نه لري.

رویټرز تردې مخکې راپور ورکړی و، چې اروپایي ټولنه او جاپان له دې نوي تعرفوي ګواښ څخه معاف شوي، ځکه چې هغوی له امریکا سره داسې سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي، چې د درملو تعرفې یې تر ۱۵ سلنه پورې محدودې کړې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6030a
دکمه بازگشت به بالا