ټرمپ–پوتین زېلېنسکي چمتو دی په هوکړه کې ګډون وکړي، که بلنه ورکړل شي

خبرگزاری سریع؛ د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي ويلي، که بلنه ورکړل شي چمتو دی چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادمير پوتين سره په هنګري کې کېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د امریکا او روسيې ولسمشرانو د پنجشنبې په ورځ له ټليفوني خبرو وروسته اعلان وکړ چې پلان لري، په راتلونکو اوونيو کې د اوکرايين د جګړې په اړه د هنګري په پلازمېنه پوداپېسټ کې خبرې اترې وکړي.

بل پلو رسنيو راپور وکړی چې د جمعې په ورځ د زېلېنسکي او ټرمپ تر منځ په سپينه ماڼۍ کې ناسته يو ځل بيا په يو ډول “لوړ غږ ناندريو” واوښته، امریکايي اړخ پر اوکرايين فشار راوړي چې د جګړې د ختمولو لپاره د روسیې شرطونه ومني.

زېلېنسکي له ټرمپ سره تر خبرو وروسته خپله لومړنۍ خبري ناسته کې ډېر محتاط و خو بيا هم د هغه څرګندونو وښوده چې د دواړو لوريو تر منځ جدي اختلافونه شته دی.

دکمه بازگشت به بالا