پاشدان بند پرانیستل شو: ۵۴ میلیونه متره مکعب اوبه، دوه میګاواټه برېښنا او ۱۳ زره هکتاره خړوبېدونکې ځمکه

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې د هرات ولایت د «پاشدان» بند نن پنجشنبه د زمري په ۲۳مه پرانیستل شو.
د ښاغلي مجاهد په وينا، ياد بند د وزيرانو شورا د اقتصادي مرستيال ملا غبدالغني برادر اخوند او د اسلامي امارت د ګڼو چارواکو په شتون کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
ويل‌کېږي دغه بند د ۵۴ میلیون متره مکعب اوبه زېرمه، د دوه میګاواټه برېښنا تولید او ۱۳ زره هکتاره ځمکې خړوبول ظرفيت لري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a483s
دکمه بازگشت به بالا