پاکستان: افغان کډوال د روغتیايي خدمتونو له لاسرسي محروم دي

د پاکستان د بشر حقونو کمیسیون د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې هېواد کې افغان کډوال روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، ډېری افغان کډوال چې په بېلابېلو ناروغیو اخته دي، د پولیسو له وېرې روغتونونو ته مراجعه نه کوي او همدا راز نور روغتونونه هم له ویزې پرته د ناروغانو درملنه نه کوي.
د راپورونو پر بنسټ؛ امېندوارې ښځې چې بیړنۍ روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري، د پولیسو له وېرې روغتونونو ته مراجعه نشي کولای.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5961a