پاکستان: بلوچستان کې پنډغالي تړل شوي، افغان کډوال جبري ایستل شوي

پاکستاني ځواکونو د بلوچستان په لورلايي، ګردي جنګل، سارانانو، ژوب، قلعه سیف الله، پېښن او مسلم باغ کې له څو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو لپاره جوړ شوي پنډغالي تړلي دي.
له دغو پنډغالو افغان کډوال ایستل شوي او مېنې او هټۍ یې نړول شوې دي.
د ګردي جنګل پنډغالي اوسېدونکي، بشيراحمد و ویل: «ماته ان د خپل کور د توکو ټولولو وخت هم را نه کړل شو او راته و ویل شول، که له خپل کور ونه وځم نو توکي به یې وسوځول شي.»
چمن کې د افغان کډوالو سره د ولسي مرستو تنظیمونکي، ولي محمد و ویل: «زه د پاکستان له رياسته غوښتنه کوم چې د افغان کډوالو د جبري ايستلو په برخه کې انساني حقونه مراعت کړي، ځکه تاسو وینئ نوره نړۍ په پنځو کلونو کې افغانانو د تابعیت اسناد ورکوي، خو دغه چاره پاکستان کې له لسيزو وروسته هم نه ترسره کیږي.»
د بلوچستان له دغو پنډغالو را ايستل شوي کډوال وایي، په تش لاس هېواد ته راغلي او د سرپنا او بشري مرستو برخه کې بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.
تازه راستون کړای شوي، خالق داد و ویل: «موږ ته باید سرپنا راکړل شي، د خوړو برخه کې تر هغه مرسته راسره وشي، څو موږ خپل کار پیلوو، ځکه دلته نابلده يو او له لسيزو وروسته خپلو سيمو ته ستنيږو.»
مسوولین د راستنېدونکو د ملاتړ سربېره له پاکستانه په جبري توګه د ایستل کېدونکو افغان کډوالو د زياتېدونکي شمېر په اړه اندېښنه ښيي.
د سپین بولدک د کډوالو د ثبت مسوول، عبداللطيف حکيمي رسنيو ته ویلي: «پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت خرابېدونکی دي، موږ مالومات ترلاسه کړي، چې افغان کډوال له ټولو سيمو په جبر ايستل کیږي او دې چارې د راستنېدونکو شمېر په بې ساري ډول زيات کړی دی.»
د مسوولینو د مالوماتو لمخې، په تېرو پنځو ورځو کې د سپين بولدک له لارې ۱۳ زره ۵۰۴ کډوال هېواد ته راستانه شو، چې پکې سلګونه زندانيان هم شامل دي.